د غزني روغتیايي سرچینې تاییدوي، چې د غزني په مدرسه کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غزني د حوزوي روغتون مسوول ډاکټرانو اعلان کړى، چې د غزني ښار په لومړۍ ناحيه کې يو شپږ کلن ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوى دى.
دا په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو لومړۍ پېښه ده.
تېر کال په ننګرهار کې د ماشومانو د فلج ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
جمهورخبري آژانس