د پکتيا ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په ځدراڼ ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د وږي په ٢٧مه، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په خوساچنګي سيمه کې له وروستيو پرله پسې اورښتونو وروسته رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
بل خوا د پکتيا ولايت د مرکز اړوند د "سيتو کنډو" په سيمه کې د ځمکې ښويېدنې له امله د ګردېز-خوست لويه لاره هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
دغې پېښې پر دغه لویه لاره هم د ترافیکو مخه نیولې ده.
جمهورخبري آژانس