د طالبانو د ډلې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغې ډلې له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل چې له ګاونډيو هېوادونو سره د دغې ډلې اړيکې په افغانستان کې د توکو بيې ثابتې کړي دي.
طالبانو نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره وکتل.
عزيزي وويل، چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوې، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدل پر بازار منفي اغېز نه کوي.
دغه نوماند زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره همکاري کوي چې په پایله کې خصوصي سکتور په سمه توګه فعالیت کوي او د طالبانو د امارت لخوا ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د عزيزي په وينا، د طالبانو د امارت د ښې اقتصادي تګلارې پر بنسټ د سيمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
استاذ وويل، افغاني محصولات د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې په موخه يې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ شوي دي.
مولوي عبدالکبیر وویل: د امارت د ادارې بې ساري هڅې او د افغانیو د بیې ثبات د دې لامل شوی چې په هېواد کې د خوراکي توکو بیې په مناسب حالت کې پاتې شي او هم مو د اړتیا وړ توکي رانیولي دي.
نوموړي له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ د توازن ساتلو په اړه وويل، چې د کورنيو توليداتو د ښه کيفيت او د صنعت د ودې او پراختيا په برخه کې بايد زياتې هڅې وشي.
جمهورخبري آژانس