د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي او ویلي یې دي چې مسکو غواړي په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې کلا نن سهار د کابلوف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مسکو غواړي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو د امارت استازي ته وسپاري.
کابلوف زیاته کړه چې له طالبانو سره د روسیې مثبتې اړیکې به دوام وکړي او روسي پانګوال لا هم لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د داعش د ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د طالبانو د هڅو ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو پر پراختيا او د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې د طالبانو امارت د افغانستان په اړه د مسکو د دریځ هرکلی کوي او له دغه هېواد څخه د مرستې له امله مننه کوي.
دغه طالبان د افغانستان په سیاسي، فرهنګي او زیربنایي بیارغونه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه وکړه او ویې ویل چې د کابل او مسکو ګډې هڅې په سیمه کې د ګواښونو مخه نیولی شي.
خبرگزاری جمهور