۰
عمران خان:

تېر وخت کې د افغان جګړې د یوه اړخ ملاتړ د پاکستان تېروتنه وه

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا منلې، چې هېواد یې په تېر کې د افغان جګړې د یوه لوري ملاتړ کړی وايي، دا یو اړخیزه ملاتړ د پاکستان لویه تېروتنه وه.
تېر وخت کې د افغان جګړې د یوه اړخ ملاتړ د پاکستان تېروتنه وه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا منلې، چې هېواد یې په تېر کې د افغان جګړې د یوه لوري ملاتړ کړی وايي، دا یو اړخیزه ملاتړ د پاکستان لویه تېروتنه وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان ویلي، اوس یې له تجربو زده کړي او دا ځل غواړي افغانستان کې له حکومت سره چې د افغانانو لباره د اعتبار وړ وي کار وکړي.

خان دغه څرګندونې واشنټګن پوست ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې کړې او ویلي یې دي، اوس پاکستان په افغانستان کې هغه څه غواړي، چې امریکا یې غواړي.

نوموړي ویلي له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي، خو وايي، که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې دغه هېواد کې کوم سیاسي جوړ جاړی ونه شي د تاوتریخوالي د زیاتېدو او کورنۍ جګړې احتمال شته.

عمران خان په دې مقاله کې ویلي، د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري‌ او سیاسي تفاهم د دغې ستونزې د حل یوازینۍ لار ده.

د پاکستان لومړي وزیر د زور له لارې د واک تر لاسه کولو مخالفت کړی او ټینګار یې کړی، چې طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای.

ده ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره باید طالبان په حکومت کې داخل شي او که چېرې طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل غواړيي ښايي لسګونه جګړې پیل شي.

خان د مقالې په یوه برخه کې زیاته کړې«په تېر وخت کې پاکستان دا تېروتنه کړې ده چې د جکړې یو اړخ یې غوره کړی و، مګر موږ له دغې تجربې څخه زده کړه کړې ده، موږ کوم انتخاب نه لرو او له هر حکومت سره به چې خلک پرې باور ولري، کار وکړو،تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانستان هېڅکله هم له بهر څخه نشي اداره کېدای.»

امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه:

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپله خاوره کې امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه هم لیکل کړي دي.

 ده ویلي، پاکستان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ سره په جکړې کې د همکارۍ له کبله ډېر تاوان ګاللی،۷۰ زره پاکستانیان مړه شوي او دغه هېواد ۱۵۰ میلیارد ډالر تاوان کړی دی.

په دې سربېره د ښاغلي‌ خان په خبره دغه هېواد د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له غچ اخیستونکو بریدونو سره هم مخامخ دی.

د پاکستان صدراعظم په خپلې مقالې کې ویلي دي که پاکستان امریکا ته پوځي اډه ورکړي، غچ اخیستونکي بریدونه به پرې وشي.

هغه لیکلي، د امریکا متحده ایالتونه چې د نړۍ د جنګ قوي‌ ماشین لري، په ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې په جکړې کې بریالی نشو، څنګه به وکولای شي چې زموږ په هېواد کې له پوځي اډو څخه دا کار وکړي؟»

د پاکستان لومړی وزیر دا لیکنه پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکو نن یا سبا امریکا ته ولاړ شي او له ولسمشر جوبایډن سره د افغانستان پر روان وضعیت، امنیت، د بهرنیو ځواکونو په وتلو، سولې خبرو، جګړې پر شدت، د افغان ځواکونو په ملاتړ او دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ په ستراتېژیکو اړیکو ژور او پراخ بحثونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي