۰

ملي لوبډلې ته د راغلو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۱
د هېواد د فوټبال فدراسیون د هېواد د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته د وربلل شویو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ.
ملي لوبډلې ته د راغلو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
د هېواد د فوټبال فدراسیون د هېواد د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته د وربلل شویو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ.

دغه فدراسیون نن پنجشنبه د غبرګولي ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ګلالي رحیمي، فیصل سیدخېل، کیوان متقیان، اسلام الدین امیري، اویس عزیزي، یما شېرزاد، جمشید اڅکزی، فرید سادات، امید پوپلزی، شریف محمد، رحمت اکبري، سیر سادات، توفي سکندري، موسیقار احدي، حامد آرزو، عبدالنجم حیدري، حبیب الله عسکر، جبار شېرزي، امید موسوي، سید رضا حسیني، ذوالفقار نظري، سید مرتضی فاطمي، محبوب حنفي، محمد نعیم رحیمي او بلال اریانا ملي لوبډله بلل شوي دي.

د اعلامیې پر بنسټ دغه لوبغاړي د قطر او کویټ له لوبډلو سره تمریناتي کمپ او مقابلې ته بلل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ملي لوبډله په همدې ګروپ کې د هند، کويت او قطر له لوبډلو سره د ٢٠١٧ کال د اسيايي هېوادونو د جام او د ٢٠١٦ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي