OCHA یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر وايي، طالبانو ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړي دي.
د دې سازمان یوه چارواکي ادم وسورنو افغانستان ته له خپل سفر وروسته وویل چې په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې اندېښنه له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده.
هغه دا هم زیاته کړه، "د طالبانو لخوا پر افغان ښځینه مرستندویه کارکونکو لګول شوي محدودیتونو په افغانستان کې د مرستو رسولو په بهیر کې یو ډول پیچلتیا زیاته کړې ده."
د هغه په وينا، طالبانو شاوخوا ١،٤ ميليونه ښځې او تنکي نجونې له زده کړو منعې کړې دي.
طالبانو ووسرنو ته ویلي دي چې دوی په هیواد کې د نجونو د تعلیم لپاره ډیر وخت ته اړتیا لري.
اغلې ووسورنو یادونه وکړه: "موږ وخت نه لرو. هرڅومره چې موږ انتظار وکړو، په میلیونونو ماشومان به اغیزمن شي او په ټولنه کې به ډیر اغیز ولري."
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو له لارې د مرستو رسولو په برخه کې مرستندویه موسسې د طالبانو له بندیزونو سره مخامخ دي.
ووسورنو په دې ډله غږ وکړ چې په هیواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعلیمي او کاري محدودیتونه لرې کړي.
دغه نړیوال بنسټ د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو، زده کړو، کار او تګ راتګ بندیز لګولی دی.
خبرگزاری جمهور