د طالبانو د ډلې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا پالیسي او څیړنې وزیر ډاکټر محمد حسن غیاثي د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې له عمومي رئیس تاریح مګنوسن واتیر داهل سره وکتل.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د ناروې د کمېټې د روغتیايي فعالیتونو، د لا همغږۍ او د دغې کمېټې د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د ډلې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال وویل چې د ناروې کمیټه باید د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو ته په پام سره کار وکړي.
طالبانو ویلي چې راتلونکې اونۍ به د دواړو لورو تخنیکي کمیټې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د فعالیتونو او د افغانستان لپاره د روغتیايي خدمتونو د عرضې د ښه کولو لپاره د دغه سازمان د پراختیايي پلانونو په اړه غونډه وکړي.
جمهورخبري آژانس