په فارياب ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه طالب جنګيالي يوه ځوانه نجلۍ د واده د وړانديز د ردولو له امله په ډزو وژلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د جوزا په درېيمه د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په "چغتک" کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې دغه طالب وسله وال د ذبيح الله په نوم ياد کړى او ويلي يې دي، چې په المار ولسوالۍ کې د طالبانو د مالي مسوول قاري اسدالله حقاني د تره او ساتونکي زوى دى.
ويل کيږي هغه نجلۍ چې دوسله والو طالبانو له خوا په ډزو ويشتل شوې ده هم حليمه نوميږي . هیلې د دې طالب جنګیالي د واده وړاندیز رد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په شمالي ولایتونو کې له کم عمره نجونو سره د طالب جنګیالیو د اجباري ودونو پېښې ثبت شوې دي.
جمهورخبري آژانس