۰

بایډن: په افغانستان کې د داعش د کنټرول لپاره لارې شته

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۹
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د افغانستان له اشغال پرته په دغه هېواد کې د داعش د کنټرول لپاره لارې چارې شته.
بایډن: په افغانستان کې د داعش د کنټرول لپاره لارې شته
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د افغانستان له اشغال پرته په دغه هېواد کې د داعش د کنټرول لپاره لارې چارې شته.

بایډن د کینیا له ولسمشر ویلیم روتو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې او د کینیا د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کې کینیا هایتي ته د عسکرو د استولو ژمنه څنګه کوي؛ هغه وویل چې افغانستان د امپراتوریو د هدیرې په توګه پیژندل کیږي او دا امکان نلري چې څوک به دا هیواد متحد کړي.

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې هم شته. خو نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

بایډن زیاته کړه چې نایروبي او واشنګټن په افریقا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، په هایتي کې د ثبات او د اوکراین د ملاتړ په برخو کې همکاري کوي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه په پراخېدو ده.

په دې وروستیو کې یو شمېر تحلیلګرانو سرچینو او نړیوالو بنسټونو خبر ورکړی چې دغه ډله به ډېر ژر له افغانستان څخه پر اروپا او امریکا د بریدونو توان ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا جمهوري غوښتونکو چارواکو ویلي وو چې له افغانستانه د بایډن ناځوانمردانه وتلو د امریکا نړیوال شهرت ته زیان رسولی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي