۰

توماس ویسټ له ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۱
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ترکیې ته د خپل سفر او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړي دي.
توماس ویسټ له ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ترکیې ته د خپل سفر او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړي دي.

 ویسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په انقره کې یې په افغانستان کې د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره وکتل.

هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې دواړو لورو د داعش د خراسان څانګې د ګواښ پر وړاندې د ګډې ډیپلوماسۍ او د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دغه دوه ورځني سفر کې لويديځ د افغانستان په شمال کې د مرستندويه پروګرامونو د ملاتړ او د دغه هېواد د اتباعو د بشري حقونو د ملاتړ اهميت بيان کړ.

د افغانستان لپاره د امریکا استازی دوه ورځې وړاندې ترکیې ته تللی و.

نوموړی تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو او قطر ته هم تللی او د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي