۰

طالبان:روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۶
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغې ډلې له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او ادعا یې وکړه چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
طالبان:روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغې ډلې له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او ادعا یې وکړه چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

طالبانو نن (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورالدین عزیزي په تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ د ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډې په اړه د خپل سفر راپور د دغې ډلې له سیاسي مرستیال سره شریک کړ.

دغه غوښتونکي ادعا کړې چې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

عزيزي زياته کړه، چې په دغه سفر کې يې د طالبانو د امارت ښه استازيتوب وکړ او د غونډې ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه بنسټ شته.

مولوي عبدالکبیر همداراز وویل چې د طالبانو د امارت د لوړ پوړو چارواکو دا ډول سفرونه د دې ښکارندويي کوي چې دغه ډله د ګاونډیو او سیمې په ګډون له ټولې نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ اړیکي غواړي.

بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره دغه هېواد له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه منزوي شوى او له نږدې درېيو کلونو وروسته هيڅ هېواد د طالبانو ډله په رسميت نه ده پېژندلې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي