پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپل مرستیال مشر خان سعید سجنا د وژل کېدو پخلی او د هغه د ځای ناستي د ټاکل کېدو خبر یې ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دوی مرستیال مشر خالد محسود چې په خان سعید سجنا مشهور وو، څو ورځې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه وزیرستان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د خالد مسحود پر ځای اوس مفتي نور ولي د ډلې مرستیال ټاکلی دی.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د یادې ډلې مرستیال د افغانستان پولې ته څېرمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل