۰

کونړ کې داعش او طالبانو تر منځ نښته شوې ده

شنبی ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې داعش او طالبانو تر منځ نښته شوې ده
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتره ویلي، دغه نښته پرون جمعه د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې نښته په دقیق ډول د چپې درې ولسوالۍ د وچ ناوې او ګني په سیمو کې رامنځ ته شوې، چې په کې ۷ داعشیان وژل شوي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې قول اردو د تېرې پنشنبې په ورځ هم په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه کې د دریو داعشیانو د وژل کېدو او یوه طالب د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي