مشرانو جرګه د کابل پروني خونړي برید ته په اشارې وايي، د افغانستان د خلکو دښمن په دغه برید سره د اسدالله خالد او امرالله صالح د ټاکل کېدو هرکلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د نن سه شنبې په غونډه کې په واضح ټکو دا ونه ویل شوي، چې دښمن څه ډول په دې برید سره د دغه دواړو چارواکو د ګمارنۍ هرکلۍ وکړ، خو ښايي هدف یې دا وي، چې خالد او صالح دوه وسله وال ضد او پاکستان صد څېرې دي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، چې پرونۍ پېښه ډېره دردونکې وه لسګونه کسان یې قرباني شوي او دښمن یو ځل بیا وحشت او د سولې پر وړاندې خپله ناخوښي څرګنده کړه.
نوموړي د مشرانو جرګې دفاعي او امنیتي کمېتې ته دنده وسپارله تر څو د دغه برید په اړه چې ۴۳ تنه بې ګناه وګړي په کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي هر اړخیزه څېړنه وکړي.
ښاغلي مسلم یار د اسدالله خالد او امرالله صالح ټاکل کېدو ته په اشارې سره و ویل«د سولې د خبرو په ګړندیتوب او د ولسمشرۍ ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د هېواد امنیتي حالت خراب شوی او د دغه دوه نوماند وزیرانو په ټاکل کېدو سره د افغانستان د خلکو دښمنانو له هغوی په دې ډول خونړي بریدونو هرکلی وکړ.»
د مشرانو جرګې رییس له دواړو نویو معرفي شویو وزیرانو په جدیدت وغوښتل، چې خپل مسوولیت ادا او د افغانستان د ولس او خاورې د امنیت لپاره ګټو ګامونه پورته کړي.
د جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار بیا و ویل، چې طالبان غواړي د سولې پروسې په ګړندیتوب سره دغه ډول بریدونه زیاته کړي، خو افغان امنیتي او بهرني ځواکونه هم باید پر طالبانو خپل فشار زیات کړي.
نوموړي هم و ویل، چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د دوه نویو څېرو په ټاکل کېدو خوښی دی او هیله لري، چې دواړه به د امنیت د ټنګښت په برخه کې ګټور ثابت شي.
بل خوا په جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي له ولسمشره وغوښتل، چې د ملي امنیت اوسنۍ رییس محمد معصوم ستانکزی هم له دندې لرې او پر ځای یې د اسدالله خالد او یا هم صالح په شان کس په دې څوکۍ وګماري.
جمهورخبري آژانس:کابل