سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د سلواغې ۱۸ مه د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په خیرو خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې.
ترفیک چراواکي وايي، پېښه د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې درې ماشومان او درې ځوانان مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې پروايي ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې هم په ورته پېښه کې ۷ تنه وژل شوي و، چې شپږ تنه د یوې کورنۍ غړي وو.
جمهورخبري آژانس:لغمان