سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د تلې ۶ مه د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز سرچینې وایی، چاودنه په یوه زرنج موټر سایکل کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
خو د ننګرهار چارواکي زیاتوي، چې چاودنه د یادې ولسوالۍ په یوه مېله ځای کې رامنځ ته شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار