۰

د ننګرهار د استېناف محکمې یو کارکوونکی وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
راپورونه وايي، ننګرهار کې د استېناف محکمې یو کارکوونکی د نامعلومه وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د استېناف محکمې یو کارکوونکی وژل شوی دی
راپورونه وايي، ننګرهار کې د استېناف محکمې یو کارکوونکی د نامعلومه وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د مرغومي ۲۴ مه د جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د استېناف محکمې یوې سرچینې ویلي، د دغه محکمې دوه کارکوونکي عبدالقیوم او عصمت الله دندې ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې وسله والو کسانو پرې برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې عبدالقیوم نومی وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.

د ننګرهار سیمه ییز روغتون چارواکو هم تایید کړې، چې دوی ته د یوه تن جسد وروړل شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي