د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان مشران باید سوې سیاسي موافقې ته د رسېدو لپاره انعطاف وښيي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخي قریشي دغه څرګندونې پرون د شانهګای غوندې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره تر لیدنې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.
نوموړي لیکلي، چې نه نړیواله ټولنه، نه پاکستان او نه هم د افغانستان خلک په افغانستان کې کورنۍ جګړې غواړي.
دی وايي، د افغانستان مشران په پای کې خپله راتلونکې لار مشخصه کوي چې د مذاکراتو له لارې د سیاسي توافق لپاره انعطاف وښيي.
د ښاغلي اتمر او قریشي د لیدنې پخلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم کړی وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت، سولې پروسه، له ترهګرۍ سره پر مبارزه او ترهګرو پر پتڼځایونو خبرې کړې دي.
خبرپانه وايي، ښاغلي اتمر د طالبانو د پناه ځایونو او د تمویل د منابعو تړلو، د معنی لرونکو مذاکراتو د بیا پیل کولو لپاره د طالبانو په هڅولو او د افغانستان د سولې د بهیر د بریا لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موندلو کې"د پاکستان همکاري وغوښتله.
دغه وزارت همداشان لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې هیواد به یې مذاکراتو ته د طالبانو د هڅولو هڅه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل