۰

د بین الاافغانی خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو کار پیل کړی

شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د بین الاافغانی خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو کار پیل کړی تر چې دغه خبرو ته لار هواره شي.
د بین الاافغانی خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو کار پیل کړی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د بین الاافغانی خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو کار پیل کړی تر چې دغه خبرو ته لار هواره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني ویلي راتلونکې اوونۍ به د سولې په اړه مهم ګامونه اعلان شي.

ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشي کولو هم ویلي، چې طالبانو یې هرکلی کړی او ویلي یې دي، که د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي په یوه اوونۍ  کې به بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

پر همدې حال د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، ، د طالبانو تخنیکي ټیم په کابل کې دی او د بندیانو د خلاصون لړۍ به د ولسمشر له لارښوونې سره سم دوام ومومي.
 
نوموړی وایي، دا تخنیکي ټیمونه په دې اړه هم کار کوي، تر څو په نتیجه کې تاوتریخوالی راکم شي، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي او افغانان یوې سرتا سري او دایمي سولې ته ورسېږي.

د یادونې ده چې تر اوسه د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتو د پیلېدو وخت او ځای نه دی معلوم شوی، خو له دې وړاندې داسې راپورونه وو، چې ښايي دغه خبرې د روانې جون میاشتې په نیمايي کې پیل شي، چې لومړي غونډه به یې د کرونا له وېرې د ویډیويي کفنرانس له لارې وي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد که څه هم د بین الاافغاني خبرو د پیل د ځای او نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې افغانان تر بل هر وخت بین الاافغاني خبرو ته خورا نېږدې شوي دي.

هغه په ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د دغه بهیر د تخریبوونکو عناصرو مخه باید ونیسي تر څو خبرې پیل او افغانان سولې  او ثبات ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي