۰

په هرات کې یوه سړي خپلې دوه میرمنې وژلي دي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۶:۴۹
د هرات ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یوه سړي خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلي دي.
په هرات کې یوه سړي خپلې دوه میرمنې وژلي دي
د هرات ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یوه سړي خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د جوزا په پنځمه د هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې د يادو دوو مېرمنو جسدونه د هرات د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي او په ډزو وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دغه سړي له لفظي شخړې وروسته خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي