۰
سیما سمر:

تمه ده، د سولې په تړاو به د افغان سیاسیون او طالبانو خبرې رغنده وي

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې سیما سمر د افغان سیاسیون او طالب استازو خبرو ته خوشبنیي وښوده او هغه یې د سولې په برخه کې رغنده وبللې.
تمه ده، د سولې په تړاو به د افغان سیاسیون او طالبانو خبرې رغنده وي
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې سیما سمر د افغان سیاسیون او طالب استازو خبرو ته خوشبنیي وښوده او هغه یې د سولې په برخه کې رغنده وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دغه خبرو او ناستو که څه هم اندېښنې شته خو د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې ورته هیله مندي وښوده او دا یې د سولې په برخه کې ګټورې وبللې.

مېرمن سمر نن شنبې د وري ۱۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دوی له طالبانو سره د افغان سیاسیون له ناستې هرکلی کوي.

نوموړې وايي، پر افغان سیاسیون باوري ده، چې پر اوسني نظام، د تېرو ۱۸ کلونو په لاس ته راوړنو او دغه راز بشري حقونو به له طالبانو سره معامله ونه کړي.

اغلې سمر زیاته کړه، چې که په دغه غوندې کې دې ته د ګډون بلنه ورکړل شي، ګډون به په کې وکړي، خو وايي، تر اوسه بلنه نه ده ورکړل شوې.

د هغې په باور د افغان سیاسیون او طالب استازو تر منځ ناسته کېدی شي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي، خو په وینا یې وروستي توافق لیک باید افغان حکومت لاسلیک کړي.

نوموړې په ورته وخت کې که څه هم د افغان سیاسیون، امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ پر خبرو ټېنګار درلود، خو د امریکایانو او طالبانو تر منځ د پردې شا ته خبرو باندې یې اندېښنه وښوده.

مېرمن سمر و ویل، چې دوی به دغه مذاکراتو کې د د عدالت د تامین او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو ساتل کېدو ته اندېښمن دي.

خو په وینا یې د امریکا مرکچي پلاوی له طالبانو غوښتي، چې د بشري ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې په پام کې ونیسي.

سمر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې یو شمېر افغان سیاسیون څه موده وړاندې مسکو کې له طالب استازو سره غونډه درلوده او ټاکل شوې دواړه لوري یو ځل بیا د میلادي اپریل میاشتې په ۱۵ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې سره جرګه شي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي