۰

دفاع وزارت: جوزجان کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۰
ملي دفاع وزارت وايي، جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت: جوزجان کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن د وري ۱۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره ورځ د جوزجان ولایت د قرقین او مردیان ولسوالیو په مرکزنو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه دفاعي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو پر قندوز ښار د طالبانو د بریدونو مخنیوی کړی او په ځوابیه برید کې یې ۶ طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي