سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې د یوې لېسې ودانۍ سوځوېدلې ده.
د تخار د پولیسو ویاند سید معراج الدین نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په مرکز تالقان ښار کې تېره شپه د یوې لېسې ودانۍ ته اور ورته کړل شوی او سوځېدلې ده.
د ده په وینا د ودانۍ دوهم پوړ چې تر ډېره تعلمي اسناد او د ښوونځي کاري توکي په کې ساتل کېدل، په مکمل ډول له منځه تللی.
دی وايي، ښايي دغه کار د همدې لېسې مدیر د خپلې جعل کارۍ او فساد د پټولو په موخه کړی وي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي، خو تر اوسه روښانه شوې نه ده.
د پولیسو د وینا په وینا په همدې شپه ۲ بجې د پولیسو ګزمې د دغه شاوخوا یو لنډ غر کس چې د لېسې له مدیر سره رابطه لري لیدلي، خو اوس هغه له سیمې تښتېدلی دی او کېدای شي ښوونځي ته همدې کس اور ورته کړی وي.
نوموړي و ویل، چې پولیسو د یاد کس د نیولو لپاره هڅې پیل کړې خو تر اوسه یې نه دی نیولي.
د تخار د پولیسو ویاند په پېښه کې د طالبانو لاس لرل هم ځکه رد کړل، چې په وینا یې هغوی نه شي کولی د ښار په منځ کې چېرته چې چټک پانټونه هم موجود وي دغه شان یو کار وکړی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل