ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو نیمروز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په جلا خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو تېره شپه د نیمروز په خاشرود او بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په نیمروز کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او په ځوابیه ډزو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل خوا دفاع وزارت وايي، د بغلان ډنډې غوري کې هم د طالبانو بریدونه شنډ کړای شوي او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت په دواړو ځایونو کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ډنډۍ غوري کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل