ملي دفاع وزارت وايي، غزني او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او جګړه کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پشنبې د زمري ۲۳ مه په دوه جلا خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د مرکز اړوند او د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
خبرپاڼه وايي، د غزني د مرکز اړوند د ارزو په دواړو سیمو کې د جګړې پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز په بله خبرپانه کې ویل شوي، د زابل د شاجوی په جګړه کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په دواړو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل