افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په غونده کې له غړو هېواړونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ نظام او تل پاتې سولې بهیر څخه ملاتړ وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شانګهای سازمان ۲۰ مه غونډه پرون سه شنبې د لړم ۲۰ مه د روسیې په کوربتوب جوړه شوې وه، چې ولسمشر غني هم په کې ګډون درلود.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني په دغه انلاین ناسته کې له شانګهای سازمانه وغوښتل، چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر اساس له جوړ نظام او دوامداره سولې بهیر څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي غنی زیاته کړه، چې د افغانستان ۷۵ سلنه خلک جمهوري نظام غواړي او ملاتړي یې دي، په داسې حال کې، چې د طالبانو ملاتړ له ۴ تر ۸ سلنې خلک کوي.
ولسمشر په دغه ناسته کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، د تروریستي ډلو او نشه يي توکو د قاچاق او په افغانستان کې د ځیني نورو ګواښونو پر وړاندې د یاد سازمان په مبارزه ټینګار وکړ.
نوموړي و ویل، چې د افغانستان د اساسي قانون د نظم ګډوډول د ترهګرۍ د پراختیا لامل او د شانګهای د همکاریو پر سازمان به هم منفي تاثیرات ولري.
ولسشمر په افغانستان کې پر ښونیزو مرکزونو او ښارونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړه، د دې پر ځای چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وی د خپلو ژمنو خلاف لا پسې زیات کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل