د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي اسلامي امارت اقتصاد محور او متوازن سیاست غوره کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې نوی حکومت همدې متوازن سیاست ته په کتو د تېرو دولتونو پر خلاف له ټولې نړۍ سره سالم او مثبت روابط غواړي.
ښاغلي مقتي زیاته کړې اسلامي امارت پلان لري چې افغانستان د هېوادونو د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي او دوی هیله لري چې له افغانستان څخه اقتصادي مهاجرتونه پای ته ورسېږي.
د بهرنیو چارو سمبال چاري وزیر دا هم ویلي، چې افغانان سوله خوښي خلک دي او له نورو هېوادونو سره ښه روابط غواړي او دوی حق لري چې په سوله او امن کې خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل