په کابل کې باخبره سرچينې وايي، چې د وردګو د ميدان د تخنيکي انستيتوت يو استاد د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه استاد نوم عابد الرحمن عابد و او د تېرې شنبې په شپه د وري ۱۸ مه د کابل په شمال کې د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې کې په ډزو ووژل شو.
ښاغلی عابد د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د دراني سیمې اصلي اوسېدونکی و.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.
جمهورخبري آژانس