۰
ولسمشر غني:

افغانستان د روان ۴۰ کلن بحران پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی

یکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سولې ته امیدونه زیات شوي او افغانستان اوس پر هغه پوله ولاړ دی، چې روان ۴۰ کلن بحران ته یې نور د پای ټکې کېښودل شي.
افغانستان د روان ۴۰ کلن بحران پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سولې ته امیدونه زیات شوي او افغانستان اوس پر هغه پوله ولاړ دی، چې روان ۴۰
ښاغلي غني وویل«یو ځل بیا طالبانو ته وایم، چې راشۍ سوله وکړۍ، نور خپل خلک مه وژنی په هر ځای کې چې تاسې وایۍ زه خبرو ته تیار یم، تاسو ځای راته وښيۍ زه به ډاکتر صاحب عبدالله سره یو ځای درشم او د سولې خبرې به درسره وکړم.»
کلن بحران ته یې نور د پای ټکې کېښودل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دغه څرګندونې نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه ننګرهار کې له ځايي مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، د مدني ټولنې استازو او عامو خلکو سره په یوه غونده کې وکړې.

ولسمشر غني، چې نن سهار ننګرهار ولایت ته په سفر تللی په دغه غونده کې و ویل، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په هر قیمت چې وي، ځان به یوې باعزته او عادلانه سولې ته رسوي.

نوموړي و ویل، چې د افغان سولې په اړه اوس په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځ ته شوې او موږ ته پکار دي، چې د سولې په لار
ولسمشر د سولې په اړه وړاندې و ویل«سولې ته امیدونه زیات دي، سوله مکمن ده، افغانستان داسې یو حالت ته رسېدلی، چې ۴۰ کلن بحران ته یې نور د پای ټکی کېښودل شي، خو په دې برخه کې پر تاسو غږ کوم، چې راځۍ، شخصي ګټې تر ملي غوره وګنۍ، ملي یووالی رامنځ ته کړی، د سولې په برخه کې یو بل ته لاسونه سره ورکړی، په اصلاحاتو معامله مه کوۍ، موږ ته پکار ده، چې په دې حالت کې باید منسجم شو، ملي ګتې باید تر شخصي هغو قرباني نه کړو، زه درته وایم نور دا عظیم ملت په وړو وړو مسایلو په ستونزو کې مه اچوۍ، زما بادار ولس دی، ولسه تاسو لاس راکړۍ راځۍ چې نور دغه بحران ته د پای ټکی کېږدو.»
کې ثابت، پر ځای او عملي ګامونه پورته کړو.

هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې خبرو ته کینې ځکه په وینا یې سوله د ولس او دیني عالمانو غوښتنه او وړاندیز دی.

ښاغلي غني وویل«یو ځل بیا طالبانو ته وایم، چې راشۍ سوله وکړۍ، نور خپل خلک مه وژنی په هر ځای کې چې تاسې وایۍ زه خبرو ته تیار یم، تاسو ځای راته وښيۍ زه به ډاکتر صاحب عبدالله سره یو ځای درشم او د سولې خبرې به درسره وکړم.»

ښاغلي غني د سولې په برخه کې د عام ولس او په ځانګړې توګه د دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د یوې تل پاتې سولې له پاره لاسونه سره یو کړي، او پر وسله والو مخالفینو فشار راوړي، چې د سولې خبرو ته کېني.

ولسمشر د سولې په اړه وړاندې و ویل«سولې ته امیدونه زیات دي، سوله مکمن ده، افغانستان داسې یو حالت ته رسېدلی، چې ۴۰ کلن بحران ته یې نور د پای ټکی کېښودل شي، خو په دې برخه کې پر تاسو غږ کوم، چې راځۍ، شخصي ګټې تر ملي غوره وګنۍ، ملي یووالی رامنځ ته کړی، د سولې په برخه کې یو بل ته لاسونه سره ورکړی، په اصلاحاتو معامله مه کوۍ، موږ ته پکار ده، چې په دې حالت کې باید منسجم شو، ملي ګتې باید تر شخصي هغو قرباني نه کړو، زه درته وایم نور دا عظیم ملت په وړو وړو مسایلو په ستونزو کې مه اچوۍ، زما بادار ولس دی، ولسه تاسو لاس راکړۍ راځۍ چې نور دغه بحران ته د پای ټکی کېږدو.»

ولسمشر غني د خپلو خبرو دوهمه برخه
هغه و ویل«نور وخت د عملي اقداماتو دی، تاسو لاس راکړی ملا مې وتړۍ، چې په ننګرهار کې غصب درته ختم کړم، والي صاحب د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره یو کمېسیون جوړ او طرحې را وړاندې کړه، هر څه چې په دې برخه کې غواړې زه حاضر یم، که نه غواړی، چې ننګرهار د څو کسانو د شخصي ګټو قرباني شي خو لاس راکړۍ، چې په ګډه یې مخه ونیسو، نور مو چې په دې ښار کې د هر چا د تورو ښيښو موتر ولیدل ښيښې یې ورماتې کړۍ، نور باید د ننګرهار ټولې ادراې پاکې شي، په ننګرهار کې پولیس ناکام دي، خو امنیه قوماندان او د ملي امنیت رییس ته وایم، که په دریو میاشتو کې مو ننګرهار کې امنیت ټینګ نه کړ، اختطاف مو ورک نه کړ، د زورواکو مخنیوی مو ونه کړ، لرې کوم مو.»
په ننګرهار کې اداري او امنیتي اصلاحاتو او د بنسټیزو پروژو پلي کولو ته ځانګړې کړې وه او ویې ویل، چې نور په ننګرهار کې غصب، زورواکي او خپل سرې کړنې ورته د منلو نه دي.

نوموړي د ننګرهار له ولس څخه جدي غوښتنه وکړه، چې که غواړي په دې ولایت کې د ځمکو غصب ته د پای ټکی کېښودل شي، او په ننګرهار کې بنسټیزې پروژې پلې شي، نو لاس دې ورکړې او طرحې دې ورته وړاندې کړي، تر څو یې په اړه جدي اقدامات تر سره کړي.

هغه و ویل«نور وخت د عملي اقداماتو دی، تاسو لاس راکړی ملا مې وتړۍ، چې په ننګرهار کې غصب درته ختم کړم، والي صاحب د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره یو کمېسیون جوړ او طرحې را وړاندې کړه، هر څه چې په دې برخه کې غواړې زه حاضر یم، که نه غواړی، چې ننګرهار د څو کسانو د شخصي ګټو قرباني شي خو لاس راکړۍ، چې په ګډه یې مخه ونیسو، نور مو چې په دې ښار کې د هر چا د تورو ښيښو موتر ولیدل ښيښې یې ورماتې کړۍ، نور باید د ننګرهار ټولې ادراې پاکې شي، په ننګرهار کې پولیس ناکام دي، خو امنیه قوماندان او د ملي امنیت رییس ته وایم، که په دریو میاشتو کې مو ننګرهار کې امنیت ټینګ نه کړ، اختطاف مو ورک نه کړ، د زورواکو مخنیوی مو ونه کړ، لرې کوم مو.»

دغه راز ښاغلي غني په راتلونکو ټاکنو کې د فساد او لاسوهنې په تړاو د ننګرهار ولایتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې دغه مداخلې او لاسوهنې په نطفه کې خنثی کړي.

هغه د ننګرهار ولایت له چارواکو جدي غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې د وکیلانو، امنیتي کسانو او زورواکانو د لاس وهنې مخنیوی وکړي، ځکه په وینا یې دا وکالت د یو څو کسانو
هغه د ننګرهار ولایت له چارواکو جدي غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې د وکیلانو، امنیتي کسانو او زورواکانو د لاس وهنې مخنیوی وکړي، ځکه په وینا یې دا وکالت د یو څو کسانو میراث نه دی، چې تل به دوی پرې پاتې وي.
میراث نه دی، چې تل به دوی پرې پاتې وي.

دغه راز ولسمشر غنی په ننګرهار کې د بنسټیزه پروژو د پلي کولو په اړه و ویل، چې ځینې پروژې یې په پام کې دي، خو د ننګرهار له ولسونو او چارو په ځانګړې توګه له پانګوالو یې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې د بنسټیزه پروژ د عملي کولو طرحې ورته وړاندې کړي.

ښاغلي غني په ځانګړې توګه د ننګرهار له هغه پانګوالو چې د دغه په وینا حلاله پانګه لري غوښتنه وکړه، چې د پروژو په خاصه توګه د برېښنا په برخه کې د پانګونې لاس ورکړي.

 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي