۰

ټرمپ له خپلې خبرې ګرځېدلی وايي له سوریې ځواکونه ژر نه باسي

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې وړاندې یې ویلي و له سوریې به ټول امریکايي ځواکونه وباسي، له خپلې دغه خبرې ګرځېدلی او ویلي یې تر چې په سوریه کې یو داعشي وي دوی به هملته وي.
ټرمپ له خپلې خبرې ګرځېدلی وايي له سوریې ځواکونه ژر نه باسي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې وړاندې یې ویلي و له سوریې به ټول امریکايي ځواکونه وباسي، له خپلې دغه خبرې ګرځېدلی او ویلي یې تر چې په سوریه کې یو داعشي وي دوی به هملته وي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ټرمپ تر دې وړاندې چې ډېوېډ پوځي اډه کې له خپلو سلاکارانو سره وګوري خبریالانو ته ویلي، له سوریې یې د سرتېرو ایستلو خبره کړې، خو دا نه چې سملاسي به یې باسي.

هغه زیاته کړې« موږ له سوریې وځو، خپل ځواکونه وباسو، ما هېڅکله نه دي ویلي چې دا کار به دومره ژر وکړو، خو موږ د اسلامي دولت نومې ډلې لویه برخه له منځه وړو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې له داعش نه یې عراق پاک کړی، خو سوریې تر هغه په بشپړ ډول نه وځي چې اسلامي دولت نومې ډلې لمن ټوله شوې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي