سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان کې د یوه وسله وال برید پر مهال د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د وږي ۶ مه سهار وختي د پروان ولایت په صیاد ولسوالۍ کې شوی دی.
د پروان د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحمي وايي، وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.
نوموړی وايي، د وسله والو په برید کې د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دغه راز په لار تېرېدونکې رېکشا موټر کې هم څلور ملکي وګړي وژل شوي دی.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پروان