۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

که افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ بیا پیدا شو په موقع به اقدام وکړ

دوشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، که امریکا پوه شي، چې افغانستان کې بیا د ترهګرۍ ګواښ پیدا شوی نو په وخت به اقدام وکړي.
که افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ بیا پیدا شو په موقع به اقدام وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، که امریکا پوه شي، چې افغانستان کې بیا د ترهګرۍ ګواښ پیدا شوی نو په وخت به اقدام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلینکن سره ابک تلوېزیون سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړې دفاع کړې وايي، ترهګرې ډلې یوازې افغانستان کې نه بلکې په یو شمېر ډېرو هېوادونو کې شته نو ځکه امریکا له دغه هېواده ځواکونه باسي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر زیاته بریده افغانستان کې د القاعده شبکه ځپل شوې او کمزورې کړل شوې او اوس هغه امکانات چې ۲۰۰۱ کې یې درلودل نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې واشنګټن بیا هم د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او دا امکانات په واک کې لري، چې د هر احتمالي ګواښ پر وړاندې په وخت قدام ورکړي.

هغه ویلي«که پوه شو، چې افغانستان کې بیا د ترهګرۍ د راټوکېدو ګواښ دی نو پر وخت به اقدامات وکړو دا امکانات موږ په واک کې لرو، چې د تر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې همغه وخت کې جدي اقدام وکړو.»


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې بر داسې مهال کوي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر او د کانګرس یو شمېر غړو له افغانستان د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان وضعیت نا سم بللی او ویلي یې و، چې له دغه هېواده به یو ځل بیا پر امریکا بریدونه وشي.

انتونکي بلینکن په خپلو څرګندونو کې په ټینګار سره پر طالبانو غږ کړی دی، چې که نه غواړي په نړیواله کچه تجرید او منزوي شي نو باید د سولې پروسه کې داخل شي.

بلینکن وايي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو پروسه کې زیاته پانګونه شوې تر څو ټول لوري په یوه سیاسي توافق سره ورېږي او دغه هېواد کې جګړه نوره پای ته ورسېږي.

هغه دا اندېښنې او اندونه هم په کلکه رد کړ، چې ګڼې د بهرنیو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا افغانستان داخلي جګړو ته لاړ شي، ځکه په وینا یې دا کار د هېچا په ګټه نه دی، دا که طالبان وي او که کوم بل طرف.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان خلک په قطعي ډول بیا د کورنیو جګړو د پیل او جګړې اوږدېدل نه غواي.

انتوني بلېکن د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې که طالبان غواړي په یوه ډول په حکومت کې شریک شي، یا په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي او نه غواړي، چې منزوي شي نو د سولې سیاسي پروسې ته د داخل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي