د افغان پوځ مشر جنرال ولي محمد احمدزی او د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړي امنیتي چاورکي نن سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه کندهار ولایت ته ولاړل.
کندهار ته د دغه جنرالانو او ورسره پلاوي د سفر موخه د کندهار امنیت وضعیت ارزول دی.
د کورنیو چارو وزارت وایی سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال به د دې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له نظامي او ملکي مشرتابه او همدارنګه د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره ناستې ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل