په داسې حاال کې، چې له افغانستان د امریکا له لوري د خلکو د وتلو نېټه په بشپړېدو ده، تازه جرمني او برېتانیا د دې پروسې د وخت اوږدېدو غوښتنه کړې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس پرون دوشنبې ویلي، د جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي چې د کابل هوايي ډګر په څه ډول د خلکو د ایستلو لپاره فعال پاتې شي.
د هغه په وینا د هوايي ډګر په خوله کې د نامعلومو وسله والو او لوېدیځو امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر وضعیت نور هم ګډوډ شوی دی.
له بلې خوا د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هڅه کوي چې له افغانستانه د هوا له لارې د خلکو د ایستلو لپاره ټاکل شوې نېټه وغځول شي.
د پریس اسوشي اېشن د راپور له مخې، جانسن به د ۷ سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې، چې سبا دایریږي، دا موضوع د امریکا له ولسمشر سره مطرحه کړي.
جرمني او برېتانیا دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو ویلي، دوی به له ټاکلې نېټې وروسته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د نېټې له غځولو سره موافقه ونه کړي.
د امریکا حکومت د اګست تر ۳۱ پورې له افغانستانه د بهرنیانو او یو شمېر افغانانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه.
خو د طالبانو یوه ویندوی سُهیل شاهین ویلي، که دوی د عملیاتو د چارو نېټه اوږدوي، معنا به یې دا وي چې د اشغال موده اوږدوي حال دا چې دې کار ته اړتیا نه شته.
جمهورخبري آژانس:کابل