۰
د امریکا دفاع وزیر او د پوځ مشر:

افغانستان کې مو ستراتېژیکه ماتې وخوړه، د افغان پوځ د پاشل کېدو لامل د دوحې تړون وو

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۷
لوړ پوړو امریکايي چارواکو ومنله چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتېژیکې ماتې او دغه راز د افغان پوځ د پاشل کېدو لامل د دوحې تړون وو.
افغانستان کې مو ستراتېژیکه ماتې وخوړه، د افغان پوځ د پاشل کېدو لامل د دوحې تړون وو
لوړ پوړو امریکايي چارواکو ومنله چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتېژیکې ماتې او دغه راز د افغان پوځ د پاشل کېدو لامل د دوحې تړون وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا دفاع وزیر لوید آشټن او د پوځ مشر جنرال مارک میلي د امریکا د کانګرس د نسان مجلس د پوښتنو په ځواب کې کړې دي.

اشټن، مارک میلي فرانک مکېنزي پرون سه شنبې د تلې ۶ مه د امریکا د سنا پوځي کمېټې ته د افغانستان په اړه د پوښتنو لپاره ورغوښتل شوي وو، زیاته کړه، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړې او پایلو یې په درسته نړۍ کې د امریکا اعتبار زیانمن کړ.

د امریکا دفاع وزیر د سناتورانو د پوښتونو په ځواب کې ومنله چې امریکا په افغانستان کې ستراتېژیکه ماتې وخوړه او د افغان ځواکونو د پاشل کېدو لامل هم د دوحې تړون وو.

ده وویل« د دوحې تړون، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او د افغانستان د حکومت روحیه یې خرابه کړه، پر افغان ځواکونو اغېز درلود.»

په ورته وخت د امریکا د پوځ مشر مارک میلي هم د اشټن خبرو په تایید و ویل، چې امریکا د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مشرتابه د روحیې او ادارې سرتاسري ارزونه نه درلوده.

ده ویل« موږ کولای شول د الوتکو، تجهیزاتو، موټرو او ماشیندارو او نورو ټولو شیانو شمیر وکړو، خو کولای مو نه شول د انسان د زړه [اداره] په ماشین سنجش کړو.»

د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي له افغانستان وتل او دلته شل کلن ماموریت ستراتيژيکه ناکامي وبلله او په خبره یې بایډن ته یې د سرتېرو د پرېښودلو وړاندیز کړی او ورته ویلي وو چې د افغان حکومت د ساتلو لپاره باید د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې سرتېري پرېږدي خو بايډن نه ورسره منله.

هغه همدا راز وایي چې د افغان پوځ پاشل کېدو حیران کړل او په خبره یې لامل یې هم ښايي دا و چې امریکا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه.

ده زیاته کړه «موږ یو دولت جوړولی شو، خو ملت نه شو جوړولی، د دې دلیل چې د افغانستان اردو چې موږ او زموږ شریکانو روزلې وه، ډېره ژر او په اکثرو مواردو کې بې له کوم ډزه وپاشل شوه، موږ ټول حیرانه کړو، دا به رښتیا نه وي چې له دې پرته بل ډول ادعا وکړو.»

نوموړي ویلي، یوه ستره اشتباه دا وه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له حده زیات د امریکایي ځواکونو او د امریکا د پوځ په تکنالوژۍ باندې متکي وو او د هغه د نشتون په صورت کې له منځه ولاړل.

دی وايي، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې یې خبردری ورکړی و، چې د افغانستان نه د ځواکونو په بیړه ایستل او د افغانستان شرایط په پام کې نه نیول د لاسته راوړنو د له منځه تللو او د افغانستان د حکومت د سقوط سبب کیږي.

بل خوا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کینزی، چې د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو څارنه یې کوله د افغانستان په هکله د جنرال میلي له ارزونې سره په ځانګړې توګه په افغانستان کې د یو شمیر ځواکونو د ساتلو په اړه موافق و خو ویې نه ویل چې پدې هکله یې ولسمشر بایډن ته څه وړاندیز کړی و.
  
د سناجرګې غړیو له جنرال میلي څخه له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په خاطر د امریکا د نړیوال اعتبار په هکله پوښتنه وکړه، ده وویل «یوازې په یوه کلمه کې ویلی شم چې په ټوله نړۍ کې یې د امریکا اعتبار ته تاوان ورساوه.»

د یادونې ده، چې د ولسمشر بایډن د اعلان وروسته امریکا د اګست له دېرشمې مخکې خپل ټول عسکر او لسګونه زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي